ډاکټر طارق رشاد

.ښاغلی ډاکټر طارق رشاد داکاډيميسن فاضل استاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد زوی دی ، په کال ١٣٣٥ ل کال د وږي ( جوزا ) په مياشت کي د کندهار په ښار کي زېږيدلی دی . تر څلوم ټولګۍ پوري يې په اوسنۍ ظاهرشاهي ( چي مخکني نومونه يې البيروني _ او بيا احمدشاهي وو ) زده کړه وکړه ، وروسته يې دکابل د جمال مېني لومړنۍ ښوونځۍ او بيا غازي ليسه چي څه موده شيرشا سوري ليسه نوميده ، او نادريې ليسه کي چي څه موده د عمر شهيد ليسه نوميده تر دولسم ټولګۍ پوري زده کړو ته ادامه ورکړه ، څو په ١٣٥٤ ل کال له نادريې ليسې فارغ او د کانکور تر ازمويني ورورسته يې د ننګرهار طب پوهنځی پيل کړه ، کله چي د ١٣٥٨ ل کال په لومړيو کي د اته نيمو مياشتو لپاره سياسي بندي شو تر خلاصيدو وروسته يې د کابل د طب انستيتوت کي پاتي روغتيايي زده کړو ته ادامه ورکړه او په کال ١٣٦٠ ل کي بيا د يوې مودې لپاره د چارواکو له خوا د روسانو د تيري سره دمخالفت په وجه سياسي بندي شو ، او تر خلاصون وروسته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٣٦٣ ل کال کي د کابل د طب انستيتوت څخه فارغ شو .

 ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ١٣٧٣ ل کال کله چي د کابل ښار د جمهوريت روغتون دداخله څانګي د ډاکټر په توګه دنده سرته رسول د ستمي ډلي له خوا د دريو مياشتو او شپږو ورځو لپاره د کابل د ولايت د شمالي سرای خواجه په يوه تياره ، نمجنه ، او تنګه سمڅه کي په ګواښ ، تعذيب ، تعجز ، وهلو او ټکولو ، هتکړۍ او بېړيو ، د اتنيکي تعصب او کرکي پر بنسټ دده اتنيکي او توکميزي ډلي (( پښتنو )) او دده ګراني ژبي ( پښتو ) ته په سپکاوي زندان تير کړ . او دهغې ډلي له خوا چي اوس په مرکزي واک کي وسله واله ډله ده . او ددغي کرکي پر بنسټ غواړي د ملي دفاع وزارت او ملي اردو جوړ کړي په توطيه کي ستمي متعصبينو په اصطلاح فرهنګيانو د بېلګي په ډول استاد محب بارش ، چي د شهباز ايرج په مستعار نوم دBBC راډيو د دري څانګي خبريال دی ، او بصير بدروز چي په اصطلاح د تخار د اندراب د پوهنتون د دري ژبي استاد دی لويه ونډه درلوده ، تر خلاصيدو وروسته يې چي کله ددوی په واکمنۍ کي د تعصب او ستم لمن غوړيدلې وه د ځان لپاره چاپيريال تنګ او له ګواښه ډک وليدی ځکه يې نو د پرديسۍ لاره غوره کړه او له هغه وخته راپه دې خوا _ له خپلي کورنۍ ( بچيو او مېرمني سره ) د نيدرلند ( هالنډ ) په هيواد کي اوسيږي .
 که څه هم چي ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د روغتيايي چارو ډاکټر دی خو وايي چي ادب او کلتور زما هغه ذوق او ژوند دی چي له کوچنيوالي راسره دی ، اووايي چي زما کورنۍ چاپيريال زما په ذوق او ژوند کښي لويه ونډه لري چي له کوچنيوالي يې دې لاري ته څارلی يم .
 ډاکټر طارق رشاد چي لا ډاکټر نه و او لا د شپږم ټولګۍ زده کوونکی و پوښتنو ته د سمو ځوابونو په ورکولو سره يې عکس په ژوندون مجله کي خپور شو ، چي هغه هم دښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ادبي او فرهنګي چارو کي مشوق کيدای شي . ډاکټر طارق رشاد تر ليکنو تر څنګ خوږ شعر هم وايي ، دښاغلي ډاکټر طارق رشاد لومړۍ ليکنه اولومړی شعر په ١٣٥٤ ل کال په ننګرهار مجله کي خپاره شوي دي ، وروسته يې شعرونه او ليکني نه په پرله پسې توګه بلکي کله ناکله خپرېدې او خپريږي ، او نوموړی وايي چي اوس يي دغه لاره ژوند اوعادت ګرځيدلې ده ، او وايي چي هر نيت چي وکړم عادت مي دغي لاري ته راګرځوي . د يادوني وړ ده چي نوموړي په کابل کي په اوونۍ کښي دوه ځله د افغانستان راډيو د هنر او ادبياتو د خپرونو همکاري درلوده . او په ١٣٦٣ ل کال کي د افغانستان د ځوانو ليکوالو اوشاعرانو د ټولني د مرکزي جرګې غړی و .
 د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد خپاره شوي اثار :
 ١ _ له بېلابېلوشاعرانو سره په بېلابېلووختونو کي څلور ګډي شعري ټولګي .
 ٢ _ د ٢٠٠٤ ږ کال په لومړيو کي له نورو شاعرانو او ليکوالو سره د شعرونو او لنډو داستانونو د هالنډي ژباړي ګډه ټولګه .
 ٣ _ لومړنۍ روغتيايي مرستي
 ٤ _ په اوسنيو اساسو حالاتوکي د ډله ايزي ، ملي سياسي ، او ټولنيزي کلتوري هڅي اړتيا
 ٥ _ د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په اړه د ليکنو او شعرونو ټولګه ( افغاني شمله )
 ٦ _ د ( ويښ ځلميانو ) د نهضت د کتاب سريزه
 ٧ _ د څانګي او شملې مجلې چي پخوا په هالنډ کي خپرېدې مسول مدير
 ٨ _ د روغتيا مجله چي پخوا په هالنډ کي خپريده اهتمام
 ٩ _ پر ځينو کتابونو باندي لکه : نېدرلنډي پښتو پښويه ( هالنډي پښتوګرامر ) اوځينو نورو باندي سريزي
 ١٠ _ څو لنډ ژوند ليکونه
 ١١ _ ځيني څېړنيزي او لنډي ليکني
 ناچاپ اثار :
 ١_ د ٧٠٠ شاوخوا د تخيلي ويناوي ( اثر )
 ٢ _ شعري ټولګه
 ٣ _ ژبه ، ادبيات ، او د پښتو ادب لنډ تاريخ ( اثر )
 ٤ _ تياتر _ ډرامې ، پېښې او نندارې ( اثر )
 ٥ _ پښتو ژبه او ولسي ادب ليکنه ( اثر )
 ٦ _ يو شمير نېمګړي څېړنيزي مقالې

Read more: http://benawa.com/fullstory.php?id=53366#ixzz6gKzB8kHd

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.