افغانستان

د کرونا له دریمې څپې سره په هیواد کې د اکسجن نرخونه څلور چنده شوي دي

که څه هم داسې نخښې نشته، چې په هیواد کې دې د اکسجن د کموالي ستونزه رامنځته شي، ځکه په ډیری ولایتونو کې تولیدلیږي. خو پر دې وروستیو کې د کرونا وبا د دریمې خطرناکې څپې ورځ تر بلې پراخیدلو ویره رامنځته کړې ده.

کرونا د نړۍ تکړه او قوي اقتصاد لرونکي هیوادونه پر ګونډو کړل، چې د افغانستان پر شان کمزوري اقتصاد لرونکي ورسره هیڅ د مقایسې وړ نه دي. هره ورځ د ناروغانو ګراف لوړیږي، خو بیا هم خلک صحي ټکي نه مراعاتوي.  

اوس تازه په کابل ولایت کې چې مخکې له مخکې هلته د کرونا د شدت له امله ټول تحصیلي او ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي، د اکسجن بیه څو چنده شوې ده. پخوا یوه ډبه اکسجن په ۴۰۰ افغانۍ وو، خو اوس دغه بیه ۱۶۰۰ ته لوړه شوې ده، چې د هغې څلور چنده کیږي.

که څه هم ولسمشر څو ورځې مخکې د پوره تیارۍ خبره کړې وه، خو اوس ویره داده، چې هسې نه خلک د صحي ټکو له پامه غورځولو له امله هیواد له ناورین سره مخ نه کړي. د وړاندوینو له مخې راتلونکې اونۍ به په افغانستان کې د کرونا وبا خپل اوج ته ورسیږي او بیا به بیرته د نزول حالت ته روانه شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.