افغانستان

په ټولګټو وزارت کې د فساد پر وړاندې مبارزه

د ټولګټو وزارت په تیر نیم کال کې ۳۷ کسان د فساد پر تور څارنوالۍ ته ور پیژندلي دي. یاد وزارت دغه خبر په یوه خبرپاڼه کې خپور کړی دی، چې په هغه کې د یوې پروژې ټول کارکوونکي له سروې کوونکي بیا تر معین ښکیل وو.

یاد وزارت غواړي د څارنې او تفتیش برخه غښتلې کړي، تر څو د یاده ستونزه حل شي. دوی وایي د یادو کسانو تر څنګ یې ۵۳ نورو کسانو ته اخطاریي، د معاش ګرځول، د معاش ځنډول او نور تادیبي جزاګانې ترسره کړې دي.

دوی دا هم ویلي دی، چې د یاد تفتیشي ټیم لخوا ۳۷ نورې پیښې هم تر څیړنې لاندي دي، چې ډیر ژر به یې پر اړه پریکړه او خبر خپور شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په یاد وزارت کې د فساد پر وړاندې مبارزه کیږي، تر دې مخکې هم یو ځل له ټول هیواده ۱۶۸ کسان د فساد پر تور له دندو شړل شوي وو.

ډیری وخت وزیران د فساد پر نامه ځینې کسان له دندو شړو، څارنوالیو ته یې معرفي کوي او مشکلات ورته جوړوي، تر څو خپلو کسانو ته ځایونه خالي کړي. خو د څارنوالۍ منصفانه څیړنې به دا مالومه کړي، چې موضوع څه ده. د نړیوالو څیړنو پر بنسیټ د افغانستان اداري د ډیرو مفسدو هغو پر شکل پیژندل شوي دي، چې ډیر کار ته اړتیا لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.