افغانستان

په چین کې یو بل ویروس له چرګانو څخه انسان ته انتقال شوی دی

په چین کې د لومړي ځل لپاره یو کس د چرګانو په والګي اخته شوی دی. دغه کس ۴۱ کاله عمر لري او په (H10N3) ویروس اخته شوی دی. دغه والګی چې تر دې مخکې په انسانانو کې نه وو لیدلی شوی یوه نادره پیښه بلل شوې ده.

یاد کس چې د چنګیسو ایالت اوسیدونکی دی، اوس ښه شوی دی او په نږدې ورځو کې به له روغتون رخصت شي. فکر کیږي، چې دا والګی به له یوه انسان بل ته خپور نه شي.

د بیجینګ د روغتیا ملي کمیسون پرون وویل: یاد کس تبه او ځینې نورې نخښې درلودې، چې د اپریل پر ۲۸ امه بستر شو. خو تر نږدې یوه میاشت ځیړنو وروسته ساینس پوهانو د یاد ویروس بڼه تشخیص کړه.

یاد کمیسون همدا شان ویلي دي، په انسانانو کې دا ناروغي کمه موندل کیږي، له یوه بل ته نه انتقالیږي او بله کومه پیښه یې نه ده موندل شوې.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.