افغانستان

د سولې مرکچي پلاوي غړي قطر ته ورسیدل

د افغان سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي د قطر مرکز دوحي ته ورسیدل. د سولې په چارو کې د دولت وزارت رسنیو ته ویلي دي، د دغه پلاوي ځینې غړي پرون سه شنبه د قطر مرکز قطر ته ورسیدل.

دوی به له نورو غړو سره یو ځای شي او بیا به له طالبانو سره له هغه ځایه خبرې شروع کې چې هلته پر ټپه دریدلې وې.

دغه خبرې له هغه وروسته وځنډیدلې، چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر بایډن د مې پر ځای سپټمبر میاشت د ټولو عسکرو د وتلو وروستۍ نیټه وټاکله.

دا لا مالومه نه ده، چې د سولې خبرې به کله شروع کیږي او دا ځل به هم دغسې اوږده بحثونه ترسره کیږي، او که پایله به ژر را وزي. افغان مرکچي پلاوي او طالبان مشرانو خپله وروستۍ ناسته تر اختر مخکې کړې وه. 

..

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.