افغانستان

په دریو ولایتونو کې د څارویو حلال ځایونه جوړ شوي دي

په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د څارویو حلال ځایونه جوړ شوي دي.  د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویلي دي: دوی په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې یو شمیر حلال ځایونه د اسیا د پرمختیایي بانک په مالي او د کرهڼې او مالدارۍ وزارت پر تخنیکي همکاري د یو میلیارد او ۳۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړ کړي دي، چې په یو وخت کې د یو زره او اته سوه غوایانو، پسونو، وزو د حلالولو او ټوټه کولو ظرفیت لري.

ددغه حلال ځایونو پر جوړولو سره به هیوادوال صحي او پاکو غوښتو ته د لاسرسي تر څنګ وکولای شي، له حیواناتو څخه انسانانو ته د ساري ناروغیو د انتقال مخه نیول شوي وي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.