افغانستان

افغانستان بهرنیو هیوادونو ته خپل صادرات زیات کړي دي

افغانستان په وروستیو څلورو کلونو کې د ۴۶۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت د سیمي هیوادونو ته صادرات کړي دي. دغه خبره د هیواد د رسینو مرکز کړې ده. دوی ویلي دي: د هواي دهلیزونو له لاري په وروستیو څلورو کلونو کې یې چین، هندوستان، عربي متحده اماراتو، ترکیې او اروپا ته په پورته ذکر شوې اندازه صادرات استولي دي.

دوی زیاته کړې ده، چې یاد صادرات ېې د ۱۸۰۰ پروازونو پر مرسته کړي دي، چې په هغه کې زعفران، تازه میوه، جلغوزي او افغاني غالۍ شاملې دي. په یاد راپور کې راغلي دي، چې یواځې په تیره مې میاشت کې ۱۲ نیم میلیونه امریکایي ډالرو پر ارزښت سره بهرنیو هیوادونو ته صادرات استول شوي دي.

دوی همدا شان وایي: که څه هم د کرونا له امله ډیری هیوادونه د کرنټین په حال کې دي او اړیکي یې تړلې دي، خو بیا هم د دوی په محصولاتو او صادراتو کې ۲۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم د هوایي دهلیزونو پر  اړه خپلې طرحې شریکولي، اوس داسې ښکاري، چې هغه طرحې د عملي کیدلو په حال کې دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.