افغانستان

نن د افغانستان پر اړه د ناټو غړیو هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران پر لیکه ناسته کوي

نن د افغانستان پر اړه د ناټو غړیو هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران پر لیکه ناسته کوي. په دغه غونډه کې به چې د ناټو د دیرشو هیوادونو پر ګډون ترسره کیږي، په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه بحثونه کېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له ایستلو ملاتړ کړی دی. ده ویلي دي، که څه هم د سرتیرو ایستل خطر لري، خو پاتې کیدل یې هم د مرګ ژوبلې لامل کیږي.

له بلې خوا د دفاع وزیر اسدالله خالد هم ویلي دي: له ناټو او بهرنیو ځواکونو سره د شته هوکړه لیک پر بنسیټ دوی موږ تر ۲۰۲۴ کال پورې حمایت کوي. حتا د اړتیا پر مهال به موږ ته هوایي ملاتړ هم راکوي.

د طالبانو او امریکا د هوکړه لیک پر اساس امریکایي او ناټو ځواکونه باید په روانه مې میاشت کې وتلي واي، خو دغه نیټه د سپټمبر ۱۱ ته وځنډیده. دا جګړه د امریکا په تاریخ کې یوه اوږده جګړه ده، چې هیڅ لاسته راوړنه نه لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.