افغانستان

د اصغر افغان پر ځای حشمت الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو

د اصغر افغان پر ځای حشمت الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو. افغان کرکیټ بورډ دغه خبر پرون ماښام خپور کړ. په هغه کې ویل شوي وو: اصغر افغان استعفا نه ده کړې بلکې له لوبډلمشرۍ لیرې شوی دی. ځکه هغه په تیر مارچ کې د زیمبابوي پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې داسې تیروتنې کړې وي، چې لوبه د لسو ویکیټو پر توپیر سره افغان لوبډلې وبایلله.

رحمت شاه زرمتی به له حشمت الله شهیدي سره په یادو دوو فارمټونو کې د مرستیال په حیث مرسته کوي. کرکیټ بورډ وایي: دوی به ډیر ژر د شل اوریزو لوبو لپاره هم کپټان معرفي کړي، خو له هغه سره به راشد خان د مرستیال پر حیث مرسته کوي.

افغان کرکیټ بورډ یو ځل تر دې مخکې هم په ۲۰۱۹ کې ګلبدین نائب د لوبډلمشر پر حیث وټاکه، خو د ځینو لوبغاړو له خوا یې ملاتړ ونشو. همغه و، چې د ځینو لوبغاړو کارکرده ګي په نړیوال شل اوریز جام کې ډیره کښته وه او دوی قصدأ غوښتل نائب یو ناکام لوبډلمشر ثابت کړي. چې بیرته بیا اصغر افغان د لوبډلمشر پر حیث وټاکل شو.

د ډیری هیوادونو لوبډلمشران د توپوهنې ښه –ښه ریکارډونه لري، او په سختو شیبو کې خپل ټیم ته ښه ثابتیږي. خو اصغر افغان تر اوسه داسې کومه لوبه نه ده کړې، چې ټیم یې له سخت حالت ژغورلی وي. پر اصغر یوه بله نیوکه داده، چې ځینې تکړه او ځوانو لوبغاړو ته پر وخت د توپوهنې موقع نه ورکوي او پر ځای یې خپل ورور او خپلوان لوبغالي ته را کښته کوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.