افغانستان

د افغانستان پر شمول په سیمه کې کرونا د خپل اوج په څوکو کې ده

د افغانستان پر شمول په سیمه کې کرونا د خپل اوج په څوکو کې ده. عامې روغتیا وزارت پر کرونا د اخته شویو کسانو نننۍ شمیره یو زر او پنځه سوه کسان ښودلې ده. د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې پر کرونا د اخته شویو کسانو ټوله شمیره تر ۷۰ زره کسانو واوښته او دمړو کسانو شمیر بیا تر دری زره اوښتی دی. خو اصلي شمیرې ددې څو چنده زیاتې او ویروونکي دي.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ویلي وو: دوی کولای شي، د کرونا دریمه څپه مهار کړي. خو داسې ښکاري، چې په راتلونکو څو وروځو کې به د ناروغانو او مړو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د همدغو تیارو په درشل کې نن په پکتیا ولایت کې د کرونا ناروغۍ د درملني یو سل بستریز روغتون ګټنې ته وسپارل شو. دغه روغتون د ۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی، چې ټولې ۵۵ خوني لري او ټول امکانات په کې شتون لري.

که څه هم دولت په لومړي ګام کې په شپاړلس ولایتونو کې چې ډیر د کرونا تر اغیز لاندې ښکاري ټول تحصیلي او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت کړي دي، خو بیا هم دغه امر په پوره توګه نه دی عملي شوی.

دولت باید پر واکسینو تمرکز وکړي او خلک وهڅوي، تر څو ټولنیزه فاصله په نظر کې ونیسي، د لاسونو پاکوالی مراعات کړي او چتل لاسونه په سترګو، خوله او پزه کې ونه وهي. ډیری کسان د ناروغۍ پر مهال ځانونه نه کرنټین کوي، همدا لامل دی، چې په اسانه په ټوله کورنۍ کې دغه خطرناکه ناروغي خپریږي.

 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.