افغانستان

په پلان کې ده، چې د افغان سولي مرکچي پلاو ي ځینې غړي سبا د قطر مرکز دوحي ته ولاړ شي

په پلان کې ده، چې د افغان سولي مرکچي پلاو ي ځینې غړي سبا د قطر مرکز دوحي ته ولاړ شي. لومړي ځل تیر کال د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته زمینه مساعده شوه. که څه هم دوی په اول کې زیاتې چنې سره ووهلي، خو بالاخره پر یوه میز سره کښیناستل.

له څو میاشتو بحثونو وروسته لا هم کاري اجنډا وروستۍ نه شوه، خو کله چې افغان مرکچي پلاوی هیواد ته را ستون شو، نو ولسمشر او نورو چارواکو د دوی سفر له لاسته راوړنو ډک وګڼئ. دوی په هغه وخت کې پر یو بل دا نیوکې هم وکړې، چې د سولې خبرو ته لیوالتیا نه لري. خو تر هغه وروسته د خبرو پروسه له خنډ سره مخامخ شوه، کله چې امریکایانو د مې پر ځای سپټمبر ۱۱ د وتلو وروستۍ نیټه یاده کړه.

د سولې په چارو د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته ویلي دي: د دوی غړو په کابل کې لازمې سلا مشورې کړي دي. د نوموړي په خبره، افغان دولت په قوي ارادې او پوره تیارۍ سره دغې ناستې ته بیرته ستنیږي، تر څو یاده ناسته له هغه ځایه شروع کړي، چې هلته دریدلې ده.

افغانان د سولې وروستیو خبرو ته ډیرې هیلې درلودې، خو د وروستیو تاوتریخوالي د زیاتیدلو له امله ډیری افغانان له یادې پروسې ناهیلي شوي دي. خو نږدې ورځې به دا ثابته کړي، چې دا ځل هم خبرې دومره اوږدیږي که ژر یوې پایلې ته رسیږي.

 

 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.