افغانستان

د خاطرې سادات پر شمول د ښارجوړولو وزارت شپږ لوړپوري اوسني او پخواني کارکوونکي د اداري فساد پر تور محکوم شوي دي

د بریښنا شرکت د سوداګریزې ریسي خاطرې سادات په شمول د ښارجوړونې شپږ اوسني او پخواني کارکوونکي د اداري فساد او غلا پر تور تورن شوي دي. یاد چارواکو باید بیرته دولت ته دیرش میلیونه افغانۍ وسپاري او تر څنګ یې ټاکل شوي موده بند هم تیر کړي. له دې کسانو څخه یوه هم خاطره سادات ده، چې پخوا یې د ښارجوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیالې پر حیث دنده ترسره کوله. نوموړي پرون د سترې محکمې له لوري پر څلور کاله او اته میاشتې بند محکومه شوه. 

پرون د یاد وزارت د وزیر ښاغلي روښان ولسمل، چې پخوا د کندهار ښاروال وو، فیسبوک حساب د هکرانو لاسونو ته لویدلی وو او رنګا رنګ لیکنې ورڅخه خپریدلې. وروسته مالومه شوه، چې د وزیر اکونټ د ځینو کسانو لاسونو ته لویدلی دی.

پر همدغه ورځ په یوه بله جلا پیښه کې د همدې وزارت د پلان او پالیسۍ ریس هم د نامالومو کسانو لخوا د کابل په پنځمه حوزه سیمه نیازبیک کې ترور شو. که یادو ټولو پیښو ته پر ځیر وکتل شي، نو دا ټولې له یو بل سره اړیکه لري او داسې ښکاري، چې په یاد وزارت کې جدي ستونزه شتون لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې لوړ پوړي چارواکو د اداري فساد پر تور نیول کیږي له دې پخوا هم دا کار شوی دی، خو څه وخت وروسته بیله دې چې محاکمه شي بلې تر هغې لوړې دندې ته معرفي کیږي. که هر چا ته مکافات او مجازات ورکړل شي، نو نه یواځې پرمختګ به رامنځته شي، بلکې خلک او چارواکو به ځانونه مسول ګڼي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.