افغانستان

نن په پروان ولایت کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر بس چاودنه شوې ده

نن په پروان ولایت کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر بس چاودنه شوې ده. په یاد بس کې چې د پوهنتون استادان او کارکوونکي یې لیږدول څلور کسان وژل شوي او یو شمیر نور زخمیان دي.

طالبانو په یاده پیښه کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د پروان په ولایت کې د البیروني پوهنتون پر استادانو او کارکوونکو برید د دوی کار نه دی بللی او دوی ویلي دي: پر ملکیانو حمله غندي او دا یو جنایت ګڼي.

دغه پیښه په لوړه کچه دولتي چارواکو غندلې ده، خو اولس نور له تشو غندنو ستړی شوی دی. نه هم دا لومړۍ پیښه ده، چې په هغه کې ملکي کسان وژل کیږي او نه هم لومړی ځل دی، چې دولت یواځې پر غندنه بسنه کوي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.