افغانستان

د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسي ریس ښاغلی عارف الله وردګ نن په غلچکي برید کې ترور شو

 د افغانستان د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسي ریس ښاغلی عارف الله وردګ نن په غلچکي برید کې ترور شو. نوموړی نن د کابل ولایت پنځمې حوزې پورې اړوند د نیازبیک په سیمه کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا په نښه شو، چې ژوند یې له لاسه ورکړ او یو بل کس هم زخمي شوی دی.

یا وزارت په یوه اعلامیه کې د نوموړي پر وژلو خواشیني څرګنده کړې او دغه کار یې له انسانیت لیرې کار بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې وردګ علمي کادرونه د کابل په پنځمه حوزه کې په نخښه کیږي، تر دې مخکې هم په مختلفو پیښو کې د پوهنتون استادان، قومي مشران او عالمان په نخښه شوي دي، چې دولت یې نه یواځې عاملین نه دي پیدا کړي، بلکې امنیت یې هم نه دی ورته نیولی.

وردګ ځوانان او مدني فعالان وایي: که دولت د دوی د مشرانو او علمي کادرونو پوښتنه ونکړي او د دوی امنیت ته پام ونه کړي، نو دوی مجبور دي، په هغه صورت کې د خپلو مشرانو امنیت په خپله ونیسي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.