افغانستان

چین غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو په تولید شوې بریښنا کې پانګونه وکړي

چین غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو په تولید شوې بریښنا کې پانګونه وکړي. نن د چین هیواد ځینو پانګوالو له ولسمشر غني سره په ارګ کې لیدلي وو او د یادې پانګونې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

ولسمشر غني بریښنا شرکت ته امر کړی، تر څو له یادو پانګوالو سره پر همغږي همکاري وکړي او د پانګونې زمینه ورته مساعده کړي. افغانستان کور د ننه ډیرې منابع لري، خو بیا هم دغه هیواد د اړتیا وړ ۷۷ سلنه بریښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي. ازبکستان په عادي حالت کې ۴۵۰ میګاواټه بریښنا را صادروي خو د دوی د اړتیا پر زیاتیدلو سره یې دغه کچه ۱۵۰ هغه ته را کښته کړې ده.

بریښنا شرکت وایي: له یادې ۴۵۰ میګاواټه بریښنا څخه ۳۰۰ هغه یې په لاره کې پرتو ولایتونو ته ورکول کیږي او یوه کمه اندازه انرژي پایتخت ته رسیږي، کومه چې د هیوادوالو اړتیا نه شي پوره کولای. ډیری وخت کابل ښاریان په یخ ژمي او ګرم دوبي کې د بریښنا له پرچاوۍ سر ټکوي، خو تر اوسه دغې ستونزې ته بنسټیزه حللاره نه ده موندل شوې.

په کور د ننه یواځې ۱۹ سلنه انرژي تولیديږي، چې ۱۵ سلنه یې له اوبیزې او پاتې نورې یې نوې کیدونکې انرژي ده. د بریښنا شرکت وایي: په ټول هیواد کې ۷۰۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا ده، چې د هیواد شته امکانات یواځې ۶۰۰ میګاواټه بریښنا هم نه شي برابرولای.

په فعلي حالاتو کې که چیرې د چین او نورو بډایو هیوادونو پانګوال را جذب شي، نو دا به د هیواد د اقتصادي غوړونې او پرمختګ لپاره یو ښه چانس وي. له بلې خوا به مو هیوادوالو ته د کار زمینه مساعده شي او له بهرنیو هیوادونو به مو واردات کم شي، چې د پانګې له ساتلو سره به مرسته وکړي. دا لومړی ځل نه دی، چې چین په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي، له دې مخکې یې هم د لوګر د مس عینګ په کان کې هم داوطلبي ګټلې ده، خو عملي کار لا نه دی شروع شوی. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.