نړی

د هند سوداګریز لیګ پاتې لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي

د هند سوداګریز لیګ پاتې لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. دغه پریکړه د هند کرکیټ بورډ پلاوي کړې ده او دوی ویلي دي، چې پاتې ۳۱ لوبې به په راتلونکې سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کیږي. دا دریم ځل دی، چې د هند کرکیټ سوداګریزې سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. لومړی په ۲۰۱۴، بیا تیر کال او سږ کال هلته پلان شوې دي.

د هند کرکیټ بورډ مسولینو ځکه دغه لوبې متحده عربي اماراتو ته واړولې، چې پر یادو میاشتو په هندوستان کې زیات موسمي بارانونه اوریږي او بارانونه د لوبو جریان له خنډ سره مخامخ کولای شي. هند هیله مند دی، چې د نړیوال شل اوریز جام لوبو کوربتوب له هندوستان وانخستل شي. که یاد جام په هندوستان کې وشي، نو د افغان لوبډلې لپاره به یو ښه چانس وي، ځکه چې زموږ ټول لوبغاړي له هغو لوبغالو او هوا سره بلد دي.

د کرکیټ نړیواله شورا به د جون په میاشت کې وروستۍ پریکړه وکړي، چې د شل اوریز جام لوبې ځنډوي او که بل کوم هیواد ته یې اړوي. د هند سوداګریز لیګ لوبې د مې پر څلورمه له هغې وروسته وځنډلې، چې ځینې لوبغاړي یې په کرونا ناروغۍ اخته شول. په دغه لیګ کې دری افغان لوبغاړي هم لوبیږي، چې سن رایزر حیدرآباد ته لوبه کوي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.