افغانستان

په وردګو ولایت کې له یوې ښوونځۍ سره ۲۱۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

ښاغلي محمد حامد واحدي پر مرکز پورې اړوند نائبانو کلي او زینت الله قانت بلال خیلو کلي اوسېدونکو او نورو ملګرو لخوا د مرکز میدان فامیلیو ښوونځي سره د(۲۱۰۰) ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه، او د غونډې له ختم وروسته له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکوته وویشل شول.

په غونډه کې پوهنې ریاست اداري چارو مرستیال ښاغلي سیدنعیم امرخېل، د مرکز څارنې امر ښاغلي الحاج روح الله مجیب الرحمن محمودي، پوهنې ځنې نورو ادارو مسؤلینو او د فامیلیو ښوونځي ښوونکو زده کوونکو او د یاد ښوونځي د شورای غړو ګډون کړی وه.

د پوهنې ریاست اداري چارو مرستیال ښاغلي امرخیل او د فامیلیو ښوونځي مسؤلینو د ښاغلي واحدي او  ښاغلي  قانت کړنې وستاېلې او ټېنګ ملاتړ ئې وکړ، د غونډې له ګډون والو ئې هم غوښتنه وکړه چې د داسې اشخاصو د ښېګڼو ملاتړ وکړي او نور هم دې ته وهڅوي چې د پوهنې ملاتړ وکړې. پردې برخه کې د زده کوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. هېره د نوي چې ښاغلي واحدي او ښاغلي  قانت تر دې مخکې هم مرکز میدان غازي امان ښوونځي سره ۲۶۸۲ټوکه درسي کتابونو او ۱۰۰ متره مربع فرش مرسته کړې وه، چې هغه وخت پوهنې ریاست پرې زیاته خوښي څرګنده کړه.

د راپور را لیږونکي محمد جاوید امرخیل 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.