افغانستان

د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې ټول تحصیلي، او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره وتړل شول

د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې ټول تحصیلي، او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره وتړل شول. دا خبر نن د عامې روغتیا وزارت ورکړی او ویلي یې دي: په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندز ولایتونو کې ټول تحصیلي او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت اعلان دي. دوی دا پریکړه له هغې وروسته وکړه، چې پرون د کرونا د دریمې څپې له امله پر یوه ورځ د دری زره او اته سوه مشکوکو پیښو په ازمویلو سره ۹۷۷ مثبتې را و ایستلې. له بده مرغه پرون په ټول افغانستان کې اتلس کسان له دې ناروغۍ ووژل شول، چې لس یې یواځې په کابل کې وو. داسې فکر کیږي، چې دا به د هندي کرونا ډول وي، چې ډیره په چټکۍ سره د خپریدلو په حال کې ده.

که خپره شوې کرونا د هند له کرونا څخه وي، نو په هغه صورت کې باید دولت هڅه وکړي، چې د ازموینو کیټونه یې تر لاسه کړي. دوی تیره ورځ ویلي وو: دوی د هندي کرونا د ټیسټ لپاره کیټونه نه لري، خو هڅه کوي ډیر ژر یې د روغتیا له نړیوال سازمان ترلاسه کړي. تر اوسه د هندي کرونا کومه پیښه په افغانستان کې نه ده تشخیص شوې، ځکه چې د ازموینو کیټونه یې نشته، خو داسې ویرې شته، چې حتمن به دا کرونا هیواد ته را د ننه شوې وي. دا ځکه چې یاد هیواد په دا وروستیو کې د کرونا له خطرناکې څپې سره مخامخ ده او افغانستان بیا له یاد هیواد سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکي لري.

که څه هم په دې وروستیو کې د امریکا، چین، بریتانیا، روسیې او هند هیوادونو د کرونا واکسین تیار کړي دي، خو بیا هم دا ناروغي تر اوسه نه ده کنټرول شوې. په افغانستان کې پرون کرونا تر ټولو لوړ او خطرناک حالت ته ورسیدله، چې ډیره مرګ ژوبله یې درلوده. له یادې ناروغۍ د خوندیتوب لپاره ټولنیزه فاصله، د لاسونو پاک ساتل، د ماسک اچول او د واکسین تطبیق تر ټولو غوره لارې دي، چې ټول هیوادوال یې باید په پام کې ونیسي.  

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.