افغانستان

په افغانستان کې د هندي کرونا د تشخیص کیټونه شتون نه لري

په افغانستان کې د هندي کرونا د تشخیص کیټونه شتون نه لري. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایي: له موږ سره د هندي کرونا د تشخیص کیټونه شتون نه لري او موږ نشو کولای ددغه کرونا پیژندنه وکړو. دوی وایي له موږ سره د بریتانیا او چین د کروناګانو اړوند تشخیصیه کیټونه شته دي. دوی دا هم وایي: ډیر ژر به د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د یادې کرونا تشخیصیه کیټونه تر لاسه کړو.

که څه هم تر اوسه د هندي کرونا کومه پیښه په افغانستان کې نه ده تشخیص شوې، خو داسې ویرې شته، چې حتمن به دا کرونا هیواد ته را د ننه شوې وي. دا ځکه چې یاد هیواد په دا وروستیو کې د کرونا له خطرناکې څپې سره مخامخ ده او افغانستان بیا له یاد هیواد سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکي لري.

که څه هم په دې وروستیو کې د امریکا، چین، بریتانیا، روسیې او هند هیوادونو د کرونا واکسین تیار کړي دي، خو بیا هم دا ناروغي تر اوسه نه ده کنټرول شوې. په افغانستان کې پرون کرونا تر ټولو لوړ او خطرناک حالت ته ورسیدله، چې ډیره مرګ ژوبله یې درلوده. د روغتیا وزارت د راپور له مخې پرون په هیواد کې ۹۷۷ کسان پر کرونا اخته شوي وو، چې تر ټولو جګه کچه ده. له دې مخکې یو ځل پر یوه ورځ ۹۱۵ کسان اخته شوي وو، چې بیا دغه شمیرې ته د ناروغانو هغه نه وو رسیدلی. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.