افغانستان

په کارابین سوداګریز لیګ کې ټول ځوان افغان لوبغاړي رانیول شوي دي

په کارابین سوداګریز لیګ کې ټول ځوان افغان لوبغاړي رانیول شوي دي. د ویسټ اندیز سوداګریزو سیالیو ته سږ کال د تمې خلاف ټول نوي او ځوان لوبغاړي رانیول شوي دي. له دې مخکې به په دې لیګ کې دری مشهور او تکړه افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدران اخستل کیدل، خو سږ کال یو هم له دوی نه دی اخستل شوی.

سږ کال دغه لیګ ته ګیانا امازون واریرز لوبډلې نوین الحق له تیر کال څخه له ځان سره ساتلی وو، خو وقار سلامخیل یې نوی رانیوئ. د نولس کلنو له ټیم څخه ځوان لوبغاړی شفیق الله غفاري د بارباډوس ټریدینټس لوبډلې اخستی دی. د نوموړي لپاره دا لومړی ځل دی، چې په سوداګریز لیګ کې رانیول شوی دی. جمایکا ټلاواس بیا ابراهیم ځدران او قیس احمد خپل کړل. ځوان او تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز بیا د سینټ کیټس اینډ ټیویس پیټریوټس لوبډلې لخوا رانیول شوی دی.

د ځوانو لوبغاړو د شهرت، تجربو او مالي ملاتړ لپاره سوداګریز لیګونه ډیر اهمیت لري. د هیواد کرکیټ بورډ باید نویو ځوانانو ته چانس ورکړي، تر څو په ملي، نړیوالو او سوادګریزو لوبو کې په ګډون سره خپل مهارتونه لوړ کړي او خپل استعدادونه ښکاره کړي. پر افغان کرکیټ بورډ یوه ستره نیوکه داده، چې ځوانو لوبغاړو ته چانس نه ورکوي او د ځینو خاصو کړیو لخوا انحصار شوی دی. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.