افغانستان

خوست د چرګوړو په تولید کې ځان بساینې ته نږدې شوی دی

خوست د چرګوړو په تولید کې ځان بساینې ته نږدې شوی دی. په دغه ولایت کې اوس مهال یو لک او اته پنځوس زره چرګوړي تولیدیږي او یاد ولایت دری لکه چرګوړو ته اړتیا لري. دوی وایي، چې پاتې اندازه چرګوړي له ننګرهار او پاکستان څخه راوړو، کوم چې له اقلیم سره د نابلدي له امله مړه کیږي.

ددغه فارمونو له جوړولو مخکې به ډیری چرګان او چرګوړي له پاکستان راتلل، چې له اوږدو لارو به پر راتیریدلو او رنګارنګ اوبو او اقلیم سره د نه جوړجاړي له امله به ناروغه او مړه شول. دا کار د فارمونو مسولینو ته زیات زیانونه ورسول.

د یاد ولایت د زراعت او مالداري ریاست وایي: د نوې ماشینرۍ پر مرسته به ډیر ژر په دغه ولایت کې د چرګوړو د تولید او روزلو ظرفیت دری لکه او شپاړلس زره ته لوړ کړي، چې په هغه صورت کې به د یاد ولایت ټوله اړتیا له ځانه پوره شي او ځان بساینې ته به ورسیږي.

که په دې او نورو برخو کې افغانستان ځان بساینې ته ورسیږي، یو خو به پانګه له هیواده نه وځي او بل به توکي په کم وخت او ارزانه قیمت تر مصرف کوونکو رسیږي. له بلې خوا به مو ډیری هیوادوالو ته د کار زمینه مساعده شي.  

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.