افغانستان

چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی

..د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی.

دې وزارت پرون د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم یوازې ۲۹ میلیون ډالر و.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان چین ته ځنغوزي، پخته، وچه میوه، قیمتي ډبرې او ځینې نور اقلام صادر کړي دي

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.