افغانستان

د مصر لوی مفتي د افغان سولې او جګړې پر اړه فتوا صادره کړې ده

د مصر لوی مفتي د افغان سولې په اړه نوې فتوا ورکړې ده. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي دي: د مصر لوی مفتي ښاغلي شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام د افغان سولې په اړه نوې فتوا ورکړې ده. د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي، سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې دې موضوع ته پام نه دی شوی.

د مصر لوی مفتي ښاغلي اعلام ویلي دي: په اسلام کې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګنو مقرراتو یادونه شوې ده او همدا دلیل دی، چې په اسلام کې پر چا برید کول، د چا روغتیا له خطر سره مخامخ کول او یا ویرولو ته ا جازه نشته. نوموړي زیاته کړې ده: اسلام د یوه انسان نا حقه وژل د ټول انسانیت وژل بللي دي. او حتا د یوه انسان وژل یې د الله ج د کور تر ورانولو هم ناوړه عمل بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان جګړې د ناروا توب او د سولې د ارزښت پر اړه د نړۍ مشهورو مفتیانو وخت نا وخت فتواګانې صادرې کړي دي. چې تر ټولو وروستۍ یې څو ورځې مخکې د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان د عالمانو فتوا وه. له هغې مخکې د اندونیزیا، بنګلدیش، سعودي عربستان او نورو اسلامي هیوادونو مفتیانو هم دغه جګړه د مسلمانانو تر منځ فتنه بللې وه. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.