افغانستان

په کندهار ولایت کې د تلسمیا ناروغي د پراخیدو په حال کې ده

د کندهار ولایت په میرویس حوزوي روغتون کې دا مهال د تلسمیا ۶۵۰ ناروغان بستر دي. دغه ناروغان هر کال د زیاتوالي په حال کي دي. په افغانستان کې د تلسمیا ناروغۍ تداوي شونې نه ده، دلته یواځې پر ټاکلي وخت دوی ته وینه ورکول کیږي. میرویس حوزوي روغتون دلته ناروغانو ته د وړیا وینې برابرولو امکانات برابر کړي دي، او وخت پر وخت خپلو ناروغانو ته وینه ورکوي.

یاده ناروغي د ماشوم د بدن وینه کموي، ځکه چې د ناروغۍ په پایله کې د وینې سره کرویات له منځه ځي او بدن نوې وینه نه شي جوړیدلای. کله چې ماشوم د وینې له کمښت سره مخ شي، نو بیا یې بدن درد کوي، د کمزورۍ احساس کوي او اشتها یې له منځه ځي.

ډاکټران وایي: یاده ناروغي ارثي منشأ لري او زیاتره په هغو ماشومانو کې رامنځه کیږي، چې مور او پلار یې نږدې خپلوي سره لري. ډیری وخت ډاکټران له نږدي خپلوانو سره له واده کولو مخکې د لازمو ازموینو او ټیسټونو وړاندیز کوي، خو زموږ په کلتوریکه ټولنه کې دا ډول کړنې عیب ښکاري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.