افغانستان

په کابل ښار کې د واده سالونونه بند شول

د کابل ښاروالۍ د نوې پریکړې پر بنسیټ هوټلونه نه شي کولای خپل سالونونه د یوې اونۍ په موده کې ریزرف کړي. دوی وايي دغه چاره یې د کابینې د وروستۍ پریکړې پر بنسیټ کړې ده او بیا به وروسته نهایي فیصله کوي.

دوی وایي: په سالونونو کې د ودونو پر مهال ټولنیز واټن او صحي ټکي په پام کې نه نیول کیږي، نو ځکه ډیری ساري ناروغۍ لکه کرونا او نور له همدې ځایه خپریږي.

په هیواد او نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د دریمې څپې په راتللو سره هره ورځ د ناروغانو او مړینو شمیر په ډیرښت دی. په داسې حال کې د ټولنیز واټن ساتل، واکسین عملي کول او لاس مینځل هغه ټکي دي، چې تر یو حده دغه ناروغي کنټرولولای شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.