افغانستان

دولت غواړي بهر ته د افغاني غالیو د لیږد کچه لوړه کړي

سږ کال به بهر ته د افغاني غالیو د صادراتو کچه لوړه شي. د صنعت او سواداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسیټ دوی سږ کال سوداګرو ته د شپږ سلنه تشویقي کومکي بستې په نظر کې نیولو سره پلان لري، تر څو بهر ته د افغاني غالیو د صادراتو کچه د پام وړ لوړه کړي. د دغه وزارت پر خبره دوی غواړي د لنډمهاله او اوږد مهاله نندارتونونو له لاري په امریکا، جرمني او متحده عربي اماراتو کې د یادو تولیداتو لپاره دایمي بازارونه پیدا کړي.

یاد وزارت دا هم ویلي دي، د نړیوالو بسپنه ورکوونکو سره د یوه هوکړه لیک له لارې به د غالیو صنعت کارانو او سوداګرو ته د دوی د کار د غوړیدلو پر منظور بې سوده قرضونه ورکړي. دوی دا هم ویلي دي: د هیواد د ننه به د افغانستان پر نوم د غالیو د اوبدلو، تولید، پروسس، مینځلو او صادراتو لپاره امکانات برابر کړل شي.

له دې مخکې افغاني غالۍ په نړیوالو بازارونو کې د پاکستاني تولیداتو پر نوم خرڅیدلې، چې یاد هیواد ورڅخه په میلیونونو ډالر کلني عایدات تر لاسه کول. دا یواځې افغاني غالۍ نه دي، چې په نړیوالو بازارونو کې د نورو هیوادونو پر نومونو خرڅیږي، بلکې افغاني وچه او لمده میوه هم له دا ډول سرنوشت سره مخامخ ده. دولت باید دغه ټولو برخو ته پام وکړي، تر څو د هیواد تولیدات او حاصلات نړیوالو بازارونو ته په افغاني نوم ورسیږي. 

..

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.