افغانستان

سږ کال د کونځلو حاصلات په بې ساري ډول زیات شوي دي

سږ کال په افغانستان کې د کونځلو حاصلات زیات شوي دي. د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وایي: سږ کال څه نا څه ۴۲ زره ټنه کونځلې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې حاصل شوي دي. تر دې مخکې د یادو تولیداتو کچه ۶۵۵ ټنه ښودل شوې وه، چې له اوسني تولید څه چنده کم وو. د یاد وزارت د مالوماتو پر بنسیټ تیر کال ۸۵۵ زره هکټاره ځمکې په کرلو سره د یاد بوټې ټولټال حاصلات ۸۵۵ ټنه وو.

دغه کونځلې په فاریاب، جوزجان، سرپل، کنذز، سمنګان، هلمند، بلخ، تخار، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې کرل شوې دي.

دولت کولای شي، د اصلاح شویو تخمونو او کرونده ګرو ته د امکاناتو او روزنو د برابرولو له لارې کولای شي، هیواد ځان بساینې ته ورسوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.