افغانستان

افغان دولت نوي بانک نوټونه چاپوي

افغان دولت غواړي ۳۹۰ میلیونه افغانۍ چاپ کړي. د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې د فرانسې له ابیرتور فیشر کمپنۍ سره د یوه هوکړه لیک له لارې غواي د ۳۹۰ میلیونه په اندازه ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانک نوټونه چاپ کړي. یاد بانک نوټونه به د ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت چاپ شي او یادې پیسې به تر راتلونکو نهو میاشتو د افغانستان بانک ته وسپارل شي.  

ډیری خلک د افغانیو د کیفیت او زړښت له امله شکایت کوي، خو اصل ستونزه داده، چې موږ خپلو پیسو ته ارزښت نه ورکوو. که چیرې له خپلو پیسو سره د ډالر پر شان چلند وکړو، نو یاد بانک نوټونه به تر کلونو کلونو پورې نوي او د کارولو وړ وي.

د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ترسره کیږي، چې افغان دولت یې پر وړاندې وخت نا وخت مبارزه کړې ده. خو دا مبارزه ځکه تر ډیره بریالۍ نه ده، چې کارباریان وایي: په بازار کې کافي اندازه افغانۍ شتون نه لري، تر څو د ورځنیو راکړو ورکړو لپاره بسنه وکړي. دا به وخت مالومه کړي، چې دا کړنه به یاده ستونزه حل کړي که نه. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.