افغانستان

د استانبول کنفرانس لپاره مخ شرطونه

طالبانو او افغان دولت د استانبول غونډې لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي. د طالبانو په شرطونو کې د اجنډا مالومیدل، د کنفرانس وخت باید کم وي او په پای کې پریکړه لیک خپور نه شي. خو د افغان دولت شرط بیا دادی، چې څه وخت مخکې ولسمشر غني یاد کړی. نوموړي له طالب مشرانو غوښتي وو، تر څو په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي.

طالبان له دې اندیښنه لري، تر څو د استانبول په کنفرانس کې د بن د کنفرانس پر شان د افغانستان په اړه سرنوشت ټاکونکې پریکړه ونه شي. نو ځکه دوی یو ځل مخکې پر دې کنفرانس کې خپل ګډون رد کړ. ټاکل شوې وه، یاد کنفرانس د لسو وروځو لپاره د اپریل پر ۱۶ امه د ترکیې په استانبول ښار کې دایر شي، خو هغه وخت د اجنډا د ګونګوالي له امله وځنډید.

امریکا د دغه کنفرانس لپاره مخکې لا طرحه ترتیب کړې ده، چې د افغان دولت او طالبانو سره هم شریکه شوې ده. د یادې طرحې په رڼا کې د افغان دولت او مختلفو ګوندونو هم د دیرشو طرحو یوه ګډوله ترتیب کړې، چې په یاد کنفرانس کې به وړاندې شي. دغه کنفرانس ته د ولسمشر غني له خوا هم یوه طرحه ترتیب شوې ده، خو دا به وخت ثابته کړي، چې څومره به دغه طرحې ګټورې ثابتې شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.