افغانستان

سږ کال په ننګرهار ولایت کې د غنمو حاصلات څو چنده زیات شوي دي

سږ کال به په ننګرهار ولایت کې دوه سوه زره ټنه د غنمو حاصلات تر لاسه شي. د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایي: دوی سږ کال بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ویشلي وو، چې په پایله کې یې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده. نوموړي وویل: د ننګرهار ولایت د کرهڼې ریاست له لوري په دغه ولایت کې بزګرانو ته ۶۵۲ ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشل شوي دي، چې پر ۶۹ زره هکتاره ځمکه کرل شوي دی او زیات حاصلات به ولري.

افغان بزګران باید د نیشه یي توکو د کښت پر ځای پر غله جاتو، میوه جاتو، زعفرانو او نورو ګټورو بوټو کښت ته پام وکړي. له دې سره به مو هیواد د نورو له احتیاج خلاص شي او له بلې خوا به مو د هیواد بزګران یوه ګوله حلاله روزي تر لاسه کړي.

د اصلاح شویو تخمونو په ویش او د بزګرانو په ملاتړ سره کولای شو افغانستان پر ځان بسیاتوب ته ورسوو. ډیری وخت بزګران له دولت څخه د اصلاح شویو تخمونو او امکاناتو غوښتنه کوي، خو په ډيری مواردو کې د بزګرانو پر نوم را ایستل شوې مرسته تر دوی په سمه توګه نه رسول کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکول کیږي، له دې مخکې هم دا نوښت ترسره شوی وو. خو د اصلاح شویو تخمونو د کښت او اصلاح په برخه کې باید کرونده ګرو ته لازمې روزنې ورکړل شي، تر څو حاصلات څو چنده زیات شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.