افغانستان

د پنځو اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو لخوا په خپره شوې وروستۍ فتوا کې د افغانستان جګړه ناروا ګڼل شوې ده

د پنځو اسلامي هیوادونو دیني عالمانو د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د افغانستان روانه جګړه نا روا وکڼله. د غبرګولي پر دریمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان علماوو د یوه ویدیو کانفرانس له لارې د یوې فتوا په خپرولو سره ښکاره کړې ده، چې د افغانستان جګړه هیڅ ډول دیني توجیه نه لري او دغه جنګ یې ناروا بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یادو اسلامي هیوادونو د علماوو د یادې فتوا له امله، چې پر بنسیټ یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې ده هرکلی کوي. د یاد وزارت ویاند ګران هیواد ویلي دي: د یادو هیوادونو علماوو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده او هغه یې ورور وژنه بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي: دغه فتوا د افغانستان دولت پر غوښتنه ترسره شوې ده، په همدې خاطر بې ارزښته ده. نوموړی وایي: یاده فتوا یو طرفه او د شرعت خلاف ده. دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان د جګړې د ناروا توب په اړه د اسلامي عالمانو له خوا مکررأ فتوا ګانې صادرې شوي دي، خو تر سره لا د جګړې اور نه دی خاموش شوی. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.