افغانستان

اسټرلیا په کابل کې په لنډمهاله توګه خپله سیاسي استاذولي تړي

استرلیا په کابل کې په لنډمهاله توګه خپله سیاسي استاذولي تړي. دا خبره د استرلیا لومړي وزیر سکاټ موریسن او په کابل کې میشت سفارت په یوه اعلامیه کې خپره کړې ده. دوی ویلي دي: د سفارت په تړلو سره به سیاسې فعالیتونه نه بندوي او د کابل پر ځای به یې خپل ډیپلوماتان په سیمه کې میشت وي، خو په اعلامیه کې د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی یاد شوی. دوی ویلي دي، چې د سفارت تړل د تعهد له منځه وړلو په مانا نه دی، هر کله چې شرایط سم شي، نو دوی به بیرته خپل دفتر پرانیزي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي: دوی د استرلیا هیواد له یادې پریکړې خبر دي او پوره احترام ورته لري، خو دوی ته ډاډ ورکوي، چې د دوی د سفارت خوندي توب ته ژمن دي. د استرلیا سفارت د کابل ګارنیزیون په یوه خوندي سیمه کې دی، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د تشدد له زیاتوالي سره بهرني اتباع د خطر احساس کوي. له دې مخکې امریکا هم خپلو ډیپلوماتانو ته خبر ورکړی وو، چې که تر هیواد د باندې د سفارت چارې تنظیمولای شي، نو له افغانستان دې ووځي.

له بلې خوا طالبانو هم منلې ده، چې د بشر دوستانه موسسو کارکوونکو، د بهرنیو سفارتونو دیپلوماټانو، خبریالانو او ملکي مامورینو ته خطر نه پیښوي. د افغان سولي دا ډول نامالوم حالت او د بهرنیو استاذولیو تړل د هیواد په اقتصادي حالت او یادو هیوادونو سره پر اړیکو د پام وړ تاثیر کولای شي. دولت باید یاد هیوادونه دې ته تشویق کړي، تر څو خپل سفارتونه په هیواد کې و نه تړي او خپلې سیاسې اړیکې په دوامداره توګه وساتي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.