افغانستان

پنتاګون: طالبانو له امریکا سره د کړې هوکړې ژمنې عملي کړي نه دي

.د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، وسله وال طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې تېر کال یې له امریکا سره په شوې هوکړه کې کړې وې.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل: "وسلوالو طالبانو خپلې هغه ژمنې چې د اورکم لپاره او له القاعده سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې یې کړې وې، نه دي پرځای کړي."
د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه له ټروریزم سره د اړیکو پرې کولو او پر افغان امنیتي ځواکونو د خونړیو حملو له بندولو پرته به د سوله ییزې پخلاینې مشخصه لاره ډېره ګرانه وي.
په دې وروستیو کې افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.