نړی

پاکستان تر غوږو په پورونو کې غرق دی

پاکستان تر غوږو په پورونو کې غرق شوی دی. د تازه مالوماتو له مخې پر پاکستان اوس ټول له ۱۶۶ میلیارده ډالرو د قرض اندازه اوښتې ده. پاکستان له پخوا څخه د اورپکو پر ملاتړ تورن دی او داسې ویل کیږي، چې دوی خپل زیات مصارف په ګاونډي هیواد افغانستان کې پر نیابتي جګړه او وران کاریو لګولي دي. د دوی ډیره اندازه قرض له چین هیواد څخه تر لاسه کړی دی، چې د نړۍ دوهم ستر اقتصادي توان یادیږي.

پاکستان له کلونو له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې حتا دوه کاله مخکې عمران خان د نواز شریف غواګانې خرڅې کړې تر څو خراب اقتصادي حالت کنټرول کړي، خو د دوی حالت دومره هم ښه نه و، چې داسې په آسانه کنټرول شي. اوس تازه د پاکستان سټیټ بانک ویلي دي: چې سږ کال د دوی د پورونو سود له شپږ اعشاریه اته دیرش میلیارده اوښتی دی او دغه اندازه کال تر بله زیاتیږي. دوی زیاته کړې ده، که پاکستان په لنډ مهال کې دا پور ادا نه کړي، چې ادا کولای یې هم نشي، نو کلنی سود به یې د پاکستان د اقتصاد ملا ور ماته کړي.  

که چیرې پاکستان په افغانستان کې روانه نیابتي جګړه ونه دروي، نو ډیر ژر به له اقتصادي بحران سره مخامخ شي، چې د هغې زیان به یواځې او یواځې بیرته پاکستان ته رسیږي. پاکستان مخکې هم پورونه درلودل خو دا لومړی ځل دی، چې تر دا ډول سترو قرضونو لاندې دی او د عمران خان حکومت هم ددې چارې لپاره کومه بریالۍ پالیسي نه لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.