افغانستان

ولسې جرګې پر زلمي خلیلزاد حیرانوونکې ادعا کړې ده

ولسي جرګې امریکا په دوکه او تیر ایستلو تورنه کړې ده. که څه هم د افغان سولې په اړه د خلکو هیلې نه دي له منځه تللې، خو دا پروسه ډیره پڅه او په کراره روانه ده، چې کله ورته یو او کله بل خنډ رامنځته کیږي. که څه هم دغو خبرو ته افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي ټاکلي دي، خو دوی یو بل ملامت کوي، چې خبرو ته علاقه نه لري او مشکلات رامنځته کوي.

اوس تازه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استاذي الله ګل مجاهد، زلمی خلیلزاد پر دې تورن کړی دی، چې په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن وهي. هغه ویلي دی، ولسي جرګه دې یو شل کسیزه پلاوی د خبرو لپاره وټاکي او له طالبانو سره دې خبرو ته تیاری ونیسي. نوموړي اوسنی مرکچي پلاوی تورن کړی دی، چې له نورو هیوادونو سره تړاو لري او د نورو هیوادونو په وتلو سره به دوی هم ووځي، نو ملک به دغسې بې سرنوشته پاتي شي.

له دې مخکې هم خلکو د امریکا پر نیت شک درلود، خو دا لومړی ځل دی، چې په ولسي جرګه کې پر یوه کلیدي امریکایي چارواکو د قومي جګړې ته د لمن وهلو تور پوري کیږي. وخت به دا مالومه کړي، چې امریکا د سولې په پروسه کې څومره ریښتینې ده. او همدارنګه دا هم مالومه نه ده، چې سوله یا اوربند به په لنډ مهال کې ټینګ شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.