افغانستان

په ګمرکونو او بندرونو کې د کال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جیبونو ته ځي

 د ولسي جرګې ریس میررحمان رحماني په ګمرکونو او بندرونو کې د فساد ستره دعوه کړې ده. نوموړي ویلي دي: د افغانستان په ټولو ګمرکونو او ۲۸ بندرونو کې د کال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جیبونو ته ځي. د ولسي جرګې غړي هم غواړم تر څو د مالیې سرپرست وزیر پاینده د سپیناوي او څیړنو لپاره لویي څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي.

په ګمرکونو کې فساد هغه څه دی، چې د مالیې ځای ناستي وزیر هم منلی دی. هغه ویلي وو: هره ورِځ د هیواد په ګمرکونو کې اته میلیونه ډالر حیف او میل کیږي. نوموړي ددغه کار لپاره ځینې اقدامات هم وکړل، خو اوس داسې انګیرل کیږي، چې تر اوسه پر دې برخه کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی او اوس هم په دغه برخه کې جدي ستونزه شتون لري.

د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه د څلور میلیونه ډالرو په شاوخوا کې ده، چې ډیری برخه یې پر بهرنیو مرستو متکي ده. که چیرې یاد دوه نیم میلیارده کلنی فساد اداره شي، نو لیرې نه ده، چې ډیر ژر افغانستان پر خپلو پښو ودریږي او له نورو سیالو هیوادونو سره سیالي وکړي. که څه هم ولسمشر او چارواکو وخت ناوخت له فساد سره د مبارزې وعدې کړي دي، خو لا هم افغانستان د فساد په لوړه کچه کې راځي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.