افغانستان

مهاجر شوي هندوان بیرته هیواد ته را ستانه شول

د هندوانو او سکانو ۴۰ کورنۍ بیرته له هندوستان څخه افغانستان ته راغلي دي. هندوان له کلونو په افغانستان کې اوسیږي او یو وخت یې دلته ښه کاربارونه درلودل، خو د زورواکۍ په مرحله کې د دوی ډیری ملکیتونه غصب شول. که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال د دوی د غصب شویو ملکیتونو د څیړلو وعده کړې ده، خو لا هم عملي کار نه دی شوی.

دغه هندوان او سکان په کمه اندازه په زیاتو ولایتونو کې ژوند کوي، خو د وروستیو ناامنیو له امله یې ځینو د هیواد پریښودلو ته زړه ښه کړی وو. خو دوی وایي: اوس ددوی هر عبادتځای ته له پنځو تر لسو عسکر ورکړل شوي دي، تر څو امنیت یې وساتي، نو ځکه بیرته را ستانه شوي دي.

دوی له هغه وروسته په ډلییز ډول هیواد پریښود کله چې په ۲۰۲۰ د مارچ پر ۲۵ امه نیټه د کابل په شور بازار کې د دوی پر عبادتځای برید وشو او په هغه کې د سپین ږیرو او کوچنیانو پر شمول ښځې هم مړې او زخمي شوې. که څه هم دولت څو ځلې د دوی د امنیت خوندي کولو وعدې ورکړې ده، خو لا د سولې او امنیت څرک نه لګیږي.  

د پیښو پر وړاندې د دولت وزارت وایي: له راستانه شویو هندوانو او سکانو کورنیو سره تر دیرش قلمه غذایي او نقدي مرسته شوې ده. دغه خبر او له یادو کورنیو سره مرسته په ولسي جرګه کې د سکانو او هندوانو وکیل نریندر سنګ خالصه هم تائید کړه. دوی له نورو افغانانو سره د ورورولۍ له ژونده خوند اخلي او غواړي همدلته ژوند وکړي.  

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.