افغانستان

چین له افغانستان سره د کرونا واکسین مرسته کوي

چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زره ډوزه کرونا ویروس واکسین مرسته اعلان کړې ده. دغه خبر په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو پر خپل ټویټر پانه لیکلی دی. دغه واکسین به په نږدې یوه اونۍ کې افغانستان ته وسپارل شي. د کرونا د وحشي څپو په خپریدلو سره ډیری هیوادونو د واکسین جوړولو تکل وکړ، چې یو له هغو څخه د چین هیواد وو. نوموړي هیواد د ساینو فارم په نوم واکسین جوړ کړ چې څه وخت مخکې د روغتیا نړیوال سازمان تائید هم کړل.

له دې مخکې هند هم ۵۰۰ ډوزه د کرونا واکسین مرسته کړي وو، چې د ټولو مرسته شویو واکسینو شمیر یو میلیون ډوزه ته رسیږي، چې له هغې جملې څخه ۷۵۰ زره ډوزه استعمال شوي دي او پاتې نور به هم ډیر ژر وکارول شي. له دې مخکې هند، چین، نړیوال بانک، د روغتیا نړیوال سازمان او آسیا پرمختیایي بانک هم مرسته کړي او یا هم د مرستې وعده کړې ده.  

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کرونا ناروغۍ نوې څپې ځینې هیوادونه له خطر سره مخامخ کړي دي، چې یو له هغې جملي څخه زموږ هیواد دی. خلک باید پر واکسین باور وکړي او د تطبیق په برخه کې یې همکاري وکړي، تر څو د راتلونکو کرونایي څپو مخه ونیول شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.