افغانستان

یوه مشاوره له مرګ اووه میاشتې وروسته له دندې ګوښه شوه

یوه مشاوره له مرګ اووه میاشتې وروسته له دندې ګوښه شوه. تیره ورځ ولسمشر اشرف غني خپل یوولس مشاورین له دندو ګوښه کړل. ظاهرا دوی د دغه کار موخه د بودیجې سپما او د ځینو مشاورینو بوډاتوب یاد کړل، خو اوس داسې مالومات له رسنیو سره شریک شوي دي، چې د دغو مشاورینو په منځ کې یوه هم سهیلا صدیق وه، کومه چې په تیره لندۍ میاشت کې وفات شوې وه، خو نوموړې تر اوسه د ولسمشر په فعالو مشاورینو کې شامله وه. په ولسمشر یوه نیوکه دا ده، چې له خپلو ټولو مشاورینو سره یې حتا تر اوسه یو ځل هم نه دي لیدلي.

ډیری وخت په حکومتدارۍ کې د مشاور بست بې ګټې بلل شوی دی، ځکه دوی د ورکړل شویو امکاناتو پر اندازه کار نه شي کولای. دوی یواځې د مصروفه ساتلو او یا هم د خلکو د راټولولو لپاره مشاور ټاکل کیږي، خو عملن هیڅ کوم رسمي او منظم مسولیت نه دی ورکړل شوی. که چیرې دولت د خپلو بې ګټو مشاورینو شمیر را کم کړي، نو لیرې نه ده، چې له دې لارې به زیاتې پیسې سپما شي. له بلې خوا به د ټیټ رتبه مامورینو په معاشونو کې زیاتوالي د تحمل وړ شي.

دا یواځې ولسمشر اشرف غني نه دی، چې د زیاتو مشاورینو له لرلو سره تر نیوکو لاندې دی، بلکې له هغې مخکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له ورته نیوکو سره مخامخ وو. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.