افغانستان

نورستان د غوړیدلو په حال کې دی

په نورستان ولایت کې پرمختیایي کارونه پراخه شوي دي. ددې ولایت والي حافظ عبدالقیوم ویلي دي: دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی. دغه ولایت تیر کال د ملي پارک په نوم ونومول شو. یاد ولایت چې ښکلې طبیعي منظرې، ښکلې هوا، خوږې اوبه او ښایسته خلک لري، د ډیرو افغانانو لپاره تفریح ځای بلل کیږي. په تیر اختر کې دغه ولایت ته په زرګونه ځوانان د میلو لپاره ورغلي وو، چې ډیری پکې د جنوب غرب حوزې وو.

ددغه ولایت والي منلې ده، د پانګوالو علاقه زیاته شوې ده. ډیری کسان د هوټلونو، قهوه خونو، چای خونو، خوړن ځایونو په جوړولو سره په یاد ولایت کې پانګونه کوي. که چیرې په یاده برخه کې دولت همکاري وکړي، نو دغه ولایت به د سیلانیانو له ورتګ څخه زیات عایدات تر لاسه کړي.

یواځې نورستان نه دی، چې ښکلې منظرې لري، په زرګونه داسې ښکلي ځایونه په افغانستان کې شته، چې په لیدلو ارزي. خو د امنیت نشتوالی، د خلکو د فقر شدت، د سړکانو تخریب او سم حمل او نقل نشتون ددې لامل شوی دی، چې خلک له ګرځیدلو څخه ډډه وکړي. که چیرې دولت په یاده برخه کې سیلانیانو ته آسانتیاوې برابرې کړي، نو ژر ده، چې افغانستان به له داخلي ګرځندویانو سربیره یو ځل بیا بهرني سیلانیان هم ولري او زیاته اندازه عایدات به تر لاسه کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.