افغانستان

نن ولسمشر غني کندهار ته په یوه رسمي سفر راغلی وو

ولسمشر اشرف غني نن د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندهار ته راغی. نوموړي په دغه سفر کې د مهمند پر نوم یو ستر روغتون چې په سیمه او هیواد کې یې ساری نه دی لیدل شوی پرانیست. ولسمشر د یاد روغتون د پرانستلو تر څنګ د یاد ولایت له چارواکو، قومي مشرانو او اوسیدونکو سره هم خبرې کړي دی او د دوی غوښتنې یې اوریدلې دي. له نوموړي سره په دې سفر کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت مشاور حمدالله محیب هم راغلي وو.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي دي: کندهار ته د ښوونکو ورکړل شوي بستونه باید له څلورو میاشتو زیات وخت ونه نیسي. د میرویس روغتون اوسنی وضعیت د منلو نه دی، د صنعتي پارکونو او پانګونې د برخې ستونزې باید په اساسي توګه حل شي.

نوموړي همدا راز له کندهار اولس مننه وکړه، چې د جمهوریت ټینګ ملاتړي دي. ده وویل: جمهوریت پراخه لمن لري او په هغه کې د هر چا غوښتنې منعکس کیدلای شي. نوموړي همدا راز د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه وویل: دا خاوره تل افغانانو ساتلې ده او بیا به یې هم ساتي. موږ قوي ملي امنیتي ځواکونه لرو او اولس له موږ سره دی. نړیواله تولنه لا هم د تجهیز او مالي ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګ ولاړ دي.

په پای کې ولسمشر پر پاکستان هم غږ وکړ، چې که دوستي وکړي، نو ټولې منځنۍ آسیا ته به د لاسرسي لاره درکړو او که د بایللو تګلاره مو خپله کړه، نو بیا به دغه لویه سیمه له لاسه ورکړئ. په پای کې ولسمشر وویل: د ارغنداب جنګ څپلو ته به پام کېږي. د دهلې د بند موضوع د بودیجې کموالی نه دی، بلکې هلته د استملاک موضوع ده، چې تر قانوني مراحلو وروسته به یې چارې پیل شي. 

..

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.