افغانستان

د ترکیې کنفرانس لپاره منډې ترړې تر هر بل وخت زیاتې شوې دي

ټاکل شوې ده، چې د اپریل پر ۱۶ نیټه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه یو لس ورځنی کنفرانس جوړ شي. دغه کنفرانس ته د امریکا دولت او ولسمشر اشرف غني جلا-جلا طرحې ترتیب کړي دي، چې مخکې له مخکې له مطرحو کسانو سره شریکې شوې دي. افغان دولت ویلي دي: دوی د یونس قانوني پر مشرۍ د امریکا د ترتیب شوې طرحې په ارزونه بوخت دي، خو طالبانو تر اوسه پردې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تر بل هر وخت ډیر ستړی دی. هغه د منطقې له سفر وروسته د ترکیې، پاکستان او ځینو نورو سفیرانو سره هم د افغان سولې او ترکیې کنفرانس په اړه خبرې کړې دي او د دغه هیوادونو د مرستو د راجلبولو لپاره هڅې کوي.

دا ځل روسیې هم د افغان سولې په اړه په مداخله کې علاقه پیدا کړې ده او وخت ناوخت پر دې اړه یوه نیمه خبره کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لوروف ویلي وو: په افغانستان کې حالت پر خرابیدلو دی او دوی په افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي. اوس تازه رسنیو ته خبر رسیدلی دی، چې د روسیې او پاکستان تر منځ هم داسې یو چارچوب رامنځته شوی دی، چې له افغان سولې سره مرسته کولای شي.

داسې اوازې هم خپرې شوې، چې کیدای شي، د ترکیې کنفرانس پر ټاکلي وخت دایر نه شي. خو امریکا ډیره هڅه کوي، تر څو یاد کنفرانس پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي. دا منډې ترړې په داسې حال کې کیږي، چې ولسمشر لا هم د پروسټاټ د عملیاتو له امله په بستر کې پروت دی او د هیواد په ډیری ولایتونو کې جګړې زور اخستی دی.  

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.