افغانستان

له جنرال مراد څخه ټول دولتي امتیازات واخستل شول

له جنرال مراد علي مراد څخه ټول دولتي امتیازات واخستل شول. نوموړی چې یو وخت له مطرح او محبوبو جنرالانو څخه وو، په دې وروستیو کې یې ځینو ناسمو کړنو خلک خوابدي کړي دي. پر ده تور دی، چې له علیپور پوره ملاتړ کوي او هغه ته یې نظامي سهولتونه برابر کړي دي. له بلې خوا پر ده تور دی، چې علیپور ته یې د ملي پوځ د عملیاتو پر مهال هم پناه ورکړې وه.

اوس ملي دفاع وزارت ویلي دي: له جنرال مرادعلي مراد څخه یې ټول دولتي امتیازات اخستي دي. د قانون له مخې هیڅ دولتي کارکوونکي نشي کولای د دولت له مخالفینو سره همکاري وکړي. که یو څوک داسې یو جرم وکړي، نو باید له دندې لیرې او ځانګړو ادارو لخوا دده قضیه تعیب شي.

داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې نوموړی اوس له هیواد وتلی او ترکیې ته تللی دی. نوموړی غواړي خلکو او نړیوالو ته ثابته کړي، چې دده ځان او مال په خطر کې دی. له دې مخکې دولت علیپور یو تروریست بللی و، چا چې څه موده مخکې د ملي پوځ یوه چورلکه د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې نسکوره کړه. دغه خپلسری وسله وال یو ځل پخوا هم د دولت لخوا ونیول شو، چې د هزاره ګانو لخوا له تشدد وروسته استاد دانش دده ضمانت وکړ او له بند یې خوشی کړ. پر دغه هزاره خپلسري قومندان تور دی، چې له هیواده د باندې امر ورکول کیږي، تر څو ددوی ګټې خوندي کړي. داسې راپورونه هم خپاره شوي دي، چې نوموړی په افغانستان کې د فاطیمیون د رامنځته کیدلو او فعالیت مسول دی، خو دوی باید پوه شي، چې د افغانستان په خاوره کې به دغه ډله ډیره ژر ختمه شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.