افغانستان

کونړ چارواکي: طالبانو د یوه قوماندان په ګډون خپل ۵ وسله وال ملګري وژلي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون خپل پنځه وسله وال ملګري وژلي دي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ضیاالرحمن په نوم د طالبانو نظامې مسئول تېرماښام په دېوه ګل سیمه کې له خپلو څلورو ملګرو سره د طالب وسله والو په کمین کې ووژل شو.
هغه زياتوي: "قوماندان ضیاالرحمن نظامي مسئول و. دی په یو شخصي کرولا کې روان و، په لاره کې بل ګروپ کمین ورته نیولی و. د دې قوماندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي. په وژل شويو کسانو کې دوه ملکي موټرسایکل سپاره چې پر لاره روان و هم شامل دي."
طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.