افغانستان

د شورابک بریښنا بند ګټنې ته وسپارل شو

یاد بند چې د بدخشان مرکز فیض آباد ته په اوه کیلو مترۍ کې پروت دی، یواځې د بریښنا د تولید پر موخه جوړ شوی دی. دغه بند د اوبو ستره ذخیره نه لري، نو ځکه کومه ځمکه هم نه خړوبوي. د شورابک بند د اته میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري، چې زرګونه کورنیو ته به د بریښنا اسانتیاوې برابرې کړي.

ددغه بند چاري په ۲۰۱۶ کال کې د جرمني لخوا پیل شو، چې د ۴۵ میلیونه یورو پر مصرف یې ټولې چارې تکمیل شوې. په روان کال کې تر کمال خان بند وروسته دا دوهم یو دی، چې ګټنې ته وسپارل شو. ولسمشر د کوچیانو د ورځې پر مناسبت په خپله وینا کې ویلي و، چې په روان کال کې به پر ۴۷ بندونو کار پیل کړې او یا به ګټنې ته وسپارل شي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې پریمانه طبیعي زیرمې او خوږې اوبه لري، خو د وخت د ناسمو حکومتونو او جګړو له امله زموږ له دغو سرچینو ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو ګټنه کړې ده او زموږ خلک بیا هم نورو ته احتیاج دي. که دولت د اوبو په کنټرول کې یوه سمه پالیسي وکاروي، نو لیرې نه ده، چې ډیر ژر به افغانستان له هره پلوه پر پښو ودریږي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.