نړی

په پاکستان کې د شرابو دوهمه کارخونه پرانستل شوه

دغه کارخونه چې په نږدې ورځو کې د پاکستان په کراچي ښار کې په حب یمه سیمه کې د چینایانو لخوا جوړه شوې ده مختلف غبرګونو را پارولي دي. ډیری کسان وایي: په افغانستان کې سره له دې چې له لکونو بهرني عسکر موجود وو، خو بیا هم د شرابو جوړولو اجازه ورنکړل شوه. خو پاکستانیانو بیا د چینایانو د خوشحاله کولو لپاره دا کار ته زړه ښه کړ.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګمرکونو ریس محمد زمان خان وایي: ددې کارخونو په جوړولو کې چینایانو دری میلیارده پاکستاني روپۍ پانګونه کړې ده. چینایانو ویلي دي: دا کارخونه به اوس یواځې بیر جوړوي، خو بیا به مختلف ډول شراب هم تولید کړي. دوی دا هم ویلي دي، چې فعلن یواځې په پاکستان کې میشت چینایانو ته د شرابو د تولید مسولیت لري، خو د پاکستان حکومت راضي شي، نو غواړي خپل تولیدات زیات کړي او نورو ملکونو ته یې هم صادر کړي.

په دې راپور کې تر ټولو حیرانوونکې خبره داده، چې د پاکستان علماوو، هم پر دې موضوع کوم جدي غبرګون نه دی ښکاره کړي. مولانا فضل الرحمن ویلي دي: د پاکستان په ځمکه د شرابو تولید له اسلام سره په ټکر کې نه دی او نه هم ددوی عقیده خرابولی شي، نو ځکه یې مشکل نه لري. اوس نږدې ټول افغانان پر دې باور دي، چې پاکستاني ملایان د خپل نفوذ څخه په کار اخستنه په افغانستان کې بی باکه فتواګانې صادروي او په خپل ملک کې بیا هر ډول غیرې اسلامي کارونو ته دلایل جوړوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.