افغانستان

د علیپور په کسانو کې ایرانۍ جاسوسانې نیول شوې دي

د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د خپلسري وسله وال علیپور په کسانو کې ایرانۍ جاسوسانې نیول شوي دي. دغه جاسوسانې له هغه وروسته ونیول شوې، چې حکومتي چارواکو د یاد خپلسري پر وړاندې په نوموړې ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې عمیلیات شروع کړل. د عملیاتو په پایله کې ګڼې وسلې، وسایل او وسله وال ووژل، ونیول او ټپیان شول.

د ملي امنیت شورا اوس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي: کله چې افغان ځواکونو یاد ترهګر محاصره کړی وو او نیولو ته یې ډیر کم کار پاتې و، د سیمې کسانو د روغي او خبرو وړاندیز وکړ. کله چې کلیوال دوی ته راغلل، نو علیپور له دوه نورو کسانو سره د ښځو په جامو کې له سیمې وتښتید او هغې سیمې ته ولاړ چې د طالبانو په ولکه کې ده. راپورونه وایي: له علیپور سره په دې کار کې د طالبانو دوه قومندانانو ملامنان او ملا اختر مرسته کړې ده. داسې ویل کیږي، اوس بادغیس ولایت ته رسول شوی دی او دغه کار دوی د ایراني مشرانو پر مشوره ترسره کړی دی. ایران هڅه کوي، نوموړی خپل ملک ته په سالمه توګه ورسوي، تر څو له ده څخه په مذهبي او قومي جګړه کې د یوه توکي په حیث کار واخلي.

له بلې خوا ویل کیږي: کریم خلیلي د امریکا سفارت ته د دې لپاره ورغلی دی، تر څو علیپور له روانې ستونزې وژغوري. خلیلي په دغه لیدنه کې د امریکا له شارزدافیر ویلسون سره د بهسودو د موضوع په اړه هم خبرې کړي دي. نوموړي ویلي دی، چې افغان دولت دده پر وړاندې له ډیر قوت کار اخستی دی. له دې مخکې محقق هم له امریکایي او ناټو ځواکونو غوښتي وو، تر څو افغان دولت د بهسودو له عملیاتو را وګرځوي، خو هغوی دده خبرې بابیځه شمیرلې وې. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.