افغانستان

نن ولسمشر اشرف غنی د کمال خان بند پرانیست

دغه بند چې د نیمروز د ولایت په چهار بورجک ولسوالۍ کې موقیعت لری،چې د زرګونه هکتاره زراعتي ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. نوموړي بند له ډیره وخته تر کار لاندې و، چې وخت نا وخت به د امنیتي ستونزو له امله د هغه کار ټکنی شو. ولسمشر سره له زیاتو مشکلاتو بیا هم دغه کار ته اولیت ورکړ چې بالاخره د ټولو هیوادوالو هیلې یې ورسره را ژوندۍ کړې.

ولسمشر په خپله له خپلو مرستیالانو سره یو ځای دیاد بند پرانسغونډې ته ورغلی وو. ولسمشر وویل: له بند سربیره به کانالونه هم جوړ شي، تر څو اوبو تر ځمکو ورسول شي. ولسمشر ویلي دي: له اوبو وروسته به د هیواد باد هم کنټرول کړي، نوموړي زیاته کړه له بادي بریښنا ۷۰ زره میګاواټه بریښنا تولیدیدلای شي او له هغه وروسته به لمریزه بریښنا هم مدیریت کوو. ولسمشر همدا راز ایران ته ویلي دي: که اوبه غواړي نو تیل یا د اوبو قیمت دې راکړي، اوس هغه وخت نه دی، چې ګاونډیان پر موږ اوبه او ډوډۍ بندې کړي. موږ اوس هر څو لرو. ولسمشر همدا راز وویل: نورې اوبه به هم کنټرولوی او ورته بندونه به جوړوي.

همدا راز د اوبو د کنټرول ادارې مشر خان محمد تکل اوس خبرې وکړې هغه د کمال خان بند لپاره د پنځو کانالونو د جوړولو خبره هم وکړه. ده زیاته کړه: ګاونډیان د افغانستان د اوبو له مدیریت ویره نه لري، ځکه ځینې کړۍ ددغه کار مخه نیسي او دوی ته یې وعده ورکړې ده، چې پر ټول توان به ددې کار مخه نیسي. ده وویل: موږ په دې کار کې جدي یو او د خدمت کوونکو کسانو قربانۍ ته درناوئ کوي. نوموړي وویل: دوی غواړي د اوبو د کنټرول له لارې غواړي هیواد ته ښیرازي رامنځته کړي، تر څو پرمختګ او پر ځان بساینه رامنځته شي. ده زیاته کړه: دا د افغانستان حق دی، چې خپلې اوبه څه ډول مدیریت کوي او له خپلو اوبو سمه ګټنه کوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.