افغانستان

بهرني ځواکونه به مناسب وخت کې له افغانستان ووځي - بلینکن

ښاغلي بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۳) په بروکسل کې د ناټو سره د امریکا د همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.له ښاغلي‌ بلینکن څخه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه وپوښتل شول.هغه وویل چې لا هم د وتلو لپاره ځینې انتخابونه تر غور لاندې دي او امریکا په دې اړه د ناټو له متحدینو سره سلا مشورې کوي او د هغوی نظریات اوري.

ښاغلي بلینکن وویل: «موږ (افغانستان ته) یو ځای ولاړو، یو ځای مو له حالاتو سره ځانونه برابر کړي او که وخت مناسب و، یو ځای به ترې راووځو.»انتوني بلینکن د جوبایډن د حکومت تر ټولو لوړ پوړی دپلومات دی چې په بروکسل کې د ناټو مقر ته سفر کوي. د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ټرمپ په دوره کې له ناټو سره ښه روابط نه پالل. د ښاغلي ټرمپ‌ ټېنګار دا و چې د ناټو اروپايي غړي باید له دغه سازمان سره خپله مالي ونډه زیاته کړه.ښاغلي بلینکن داسې مهال له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو خبره کوي‌ چې جرمني څه موده مخکې اعلان وکړ چې افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو موده غځوي.څو ورځې مخکې امریکايي رسنیو د دوو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي وو چې ښاغلی بایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو په پاتې کېدو غوره کوي.امریکا د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره تړون وکړ، د تړون په اساس، طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي، خشونت به کموي او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې کوي چې جګړه ختمه شي.

په تړون کې همدغه راز ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ تر مۍ پورې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو امریکایي چارواکي وايي طالبانو د تړون شرطونه پوره کړي نه دي‌.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.