افغانستان

د وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د ښوونځیو د زنګ وهلو جریان او د ولسمشر ویدیویي وینا

د وردګو ولایت پر شمول په یخ میشتو  ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو.

د وري درېیمه، چې د معارف ورځ ده، نن په همدې تړاو د وردګو د پوهنې ریاست له خوا غونډه جوړه شوه، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پوهنې وزیرې هم له ټولو ولایاتو سره د ویدیو کنفرانس له لارې وصل وو. په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس دوکتور محمد سعید منصور، د پوهنې کارکوونکو، ښونکو، د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق، او د اړونده ادارو استازو هم ګډون کړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني د معارف کارکوونکو، شاګردانو او والدینو ته د نوي تعلیمي کال مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې والدین باید خپل بچیان ښوونځیو ته واستوي او خوښی یې څرګنده کړه، چې د روان کال له پیله د ښوونکو په معاشونو کې زیاتوالی راغلی. د ښاغلي غني په خبره: په نوي کال کې به یو میلیون ماشومان ښوونځیو ته لاړشي. په همدې کال کې به ۱۱۱۷۳ ښوونکي د آزاد رقابت له لارې په دندو وګمارل شي. د ولسمشر په وینا چې زموږ معارف د کمیت له نظره مخته تللی، خو د کیفیت له نظره اوس هم جدي کار ته اړتیا ده، تر څو د بازار د غوښتنې مطابق شاګردان او محصلان فارغ کړو. د ولسمشر په خبره هر ماشوم ته به په مورنۍ ژبه د زده کړو حق ورکړل شي.

د پوهنې سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدې او لومړۍ مېرمنې رولا غني هم د پوهې په ارزښت خبرې وکړې. آغلې حمیدي د نصاب په اصلاح خبرې وکړې. له ولسمشر او هېوادوالو سره یې ژمنه وکړه، چې د تیر کال درسي بهیر کې د کرونا له امله د رامنځته شوي خنډ او ځنډ جبران به کوي. ددې په خبره په تېر کال کې د اقرا پروژې په مرسته ۷۰۰ د ښوونځیو ودانۍ ګټه اخیستنې ته چمتو شوي دي.

 په ویډیویي بڼه په مرکز  میدان ښار کې د ښوونځي د زنګ غږولو وروسته په پوهنې ریاست کې غونډې دوام وکړ. د پوهنې رییس دوکتور محمد سعید  منصور غونډې ته خبرې وکړې او په خپلو خبروکې وویل: موږ له الله تعالی سره ژمنه کوو، له ولس سره ژمنه کوو، چې پدې ولایت کې به د پوهنې لپاره کار او نوښتونه رامنځته کوو، تر څو د نور ولسونو لپاره بېلګه وي. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پوهنې کیفت د لوړونې لپاره مو بیلابېلې برنامې په نظر کې نیولې، چې د کال په آخر کې به غوره زده کوونکي، غوره ښوونکی او غوره مدیر درته معرفي کړو او له والی عبدالرحمن طارق څخه یې غوښتنه وکړه، چې په مالي برخه کې د وزارت له خوا ځیني ورکړل شوي صلاحیتونه ورته وسپارل شي.

د پوهنې د رئیس له وینا وروسته د وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق غونډې ته وینا وکړه. نوموړي د پوهنې د رئيس د خبرو په تائید د پوهنې د کیفت په لوړوالي ټېنګار وکړ او له ولس څخه ئې وغوښتل، تر څو پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي او د پوهنې له کارکوونکو څخه ئې غوښتنه وکړه چې د پوهنې کیفیت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.

د غونډې په پای کې غونډې ته د پوهنې اړوند ترانې هم واړندې شوي چې غونډې ته ئې لا ښکلا ورکړه.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.